اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دي په شخړيز كشمير كښې د بې ګناه وګړو په ضد د هند بدتره رياستي ترهګري او د قابضو ځواكونو ظلم او جبر د غندنې وړ دي۔ د مظلومانو كشميريانو ناحقه وينه تويولو سره هند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو تحريك تر پښو لاندې كولې نشي ٬ د ه??د قابضو ځواكونو د مقبوضه كشمير د حريت خوښي اولس د عزم څخه ماتې خوړلې ده ٬ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره اخلاقي٬ سفارتي٬ او سياسي مرسته روانه ساتي۔ ۔ خپل يو بيان كښې مريم اورنګز??ب ووئيل د كشيريانو توېدونكې وينه نړيوال ضمير لپاره يو چېلنج دے۔ مظلوم كشمريان پوښتنه كوي چې نړيواله ټولنه د هند په ظلمونو ولې غلې ده۔ دې ووئيل د كشمير د آزادۍ د تحريك شمع د شهيدانو په وينو بلېږي ٬ دوي پھ قربانيو د حريت يو ن??ې باب رقم كړې ۔ مريم اورنګز??ب ووئيل كشميري مېئندو ٬ لوڼو٬ خوېئندو او ماشومانو عظيمې قربانۍ وركولو سره د آزادۍ په تاريخ كښې د زغم حوصلې او استقامت يو ځانګړې مثال قائم كړے ۔ مریم اورنګز??ب ووئيل د پاكستان بچې بچې د كشميريانو د هلو ځلو او د ھغو جذبې ته سلام كوي٬ ټول قام د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره لكه د غر ولاړ دے۔ مريم اورنګز??ب ووئيل ملګري ملتونه دي د كشمير كشالې هواري له خپل قراردونه عملي كولو له ګا??ونه پورته كړي ٬ په كومو كښې چې مظلومو كشميريانو سره لوظ شوے دے۔