اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو خاص سېكتر اعتزاز احمد وئيلي دي ??اك??تان د اف??ان??تان پرمختګ او د ادارو استعداد زياتولو لپاره د يو ارب ډالرو د پرمختيائي مرستې كولو پوخ عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبرې تېره ورځ په پمز كښې په افغان هېلتھـ پروفېشنلز كښې د سرټيفېكېټ وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومو كښې چې ?? يو كال د تربيې او د كار استعداد زياتول?? پروګرام ترسره كړو۔ اعتزاز احمد په دې موقع خاص مېلمه وه۔ په ??اك??تان كښې د اف??ان??تان د سفارت قونصلر سيد عبدالناصر يوسفي هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال اعتزاز احمد ووئيل ??اك??تان افغان ډاكټرانو٬ نرسز او پېرامېډېكس ته په كابل٬ جلال آباد او ننګرهار كښې د ??اك??تان لخوا جوړو كړو درېو روغتونونو چلولو لپاره تربيه وركوي۔ دستورې ته د اسلام آباد د پمز وائس چا??سلر پروفسېر ډاكټر جاوېد اكرم هم وېنا وكړه۔ افغان قونصلر د اف??ان??تان پرمختګ او رغونې لپاره د ??اك??تان مرسته وستائيله او هيله ئې څرګنده كړه چې ?? دواړو هېوادونو په مېنځ كښې به نه يوازې د روغتيا په اړه بلكې په نورو څانګو كښې هم مرسته روانه ساتلې شي۔