اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد جمو وکشمیر اولس مشر سردار مسعودي خان وئيلي دي د مقبوضه كشمير اولس ځانله نه دي٬ د آزاد كشمير او د پاكستاني اولس په شمول ټول هېواد پرېښودونكي دوئي سره دي۔ د تورې ورځي په اړه نجي ټي وي سره خاص مركه كښې ده ووئيل مونږ كه د مظلوم كشميري اولس غم دړد دوئي سره وېشلې نه شو ولې دوئي ته باور وركولې شو چې مونږ به د ژوند تر آخري ساه ?? مقبوضه كشمير اولس سره ولاړ يو او مونږ به په ټولو نړي??ال?? ايوانونو كښې دا غږ پورته كوو چې كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ خپل حق وركړے شي۔ دوئي سره د ش??يو زياتو دې فوري ازاله وكړې شي۔ ده ووئيل د كشميري اولس مرستې له دې نړي??ال?? ورورولي او د بشري حقونو ټول نړيوال تنظيمونه راوړاندې شي او خپلې ذمه وارۍ دې ترسره كړي۔ ده ووئيل هند په ټوله نړۍ كښې كشميريانو ته ترهګر وئيلو سره نړۍ څخه خپلې ناپاكه ارادې پټول غواړي او د كشميريانو بنيادي حقونه د منځه وړي بلخوا نړي??ال?? ورورولي خاموشه ناسته ده۔ ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس او پاكستاني اولس شاملېدو نه غېر نه شي حل كېدې۔